ایکنانیوز – د روژې مبارکه میاشت یو فرصت دی د ایمان د پياوړتیا، د نفس د تزکیې او د غوسې او سټریس په څير منفي احساساتو د کنټرولولو لپاره. په دغې میاشتې کې روژه ساتل نه یوازې له خوړو او څښاک څخه دډډه کولو په معنا دی ،بلکې د چلندونو ،خبرو او حتی د افکارو کنټرولول هم پکې شاملیږي . قرآن کریم په ډيرو آیتونو کې د غوسې او سټریس د پيزوانی کولو اهمیّت ته اشاره کړې او ددغو احساساتو د مدیریت او پيزوانی کولو لپاره ئې لارې چارې وړاندې کړي دي. د مثال په توګه ؛ د قرآن کریم د آل عمران سورې په ۱۳۴ آیت کې خداوندمتعال فرمائي؛ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ» (هغه کسان چې په تنګڅې او بې وسۍ کې انفاق کوي، او خ پله غوسه زغمي او خلک بخښي او خداوند نیک کسان خوښوي).:: دغه آیت په روښانه توګه د غوسې د پيزواني کولو پر اهمیّت ټينګار کوي او دا د تقوا او نیک کار یوه نښه کڼي . په رمضان میاشتې کې ، روژتیان د صبر او زغم په مشق او تمرین سره، خپله غوسه کنټرولولی شي او د تیزو او سختو غبرګونونو په ځاي د نورو له تیروتنو تیریدیلی شي.
روژه ساتل په خوړو،څښاک او نورو مادي چارو کې د محدودیّت په رامینځةکیدا سره،انسان ته ورزده کوي چې پرخپلو نفسانی ګروهنو څرنګه مسلط شي. کله انسان په تولې ورځې کې له خوړو او څښلو ډډه کويو نو په حقیقت کې د خپل نفس باندې دکنټرول تمرین کوي چې څرنګه د غوسې او غضب په څیر د خپلو منفي احساساتو په وړاندې مقاومت کوي.د بقرې سورې په ۱۸۳ آیت کې خداوند فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» (ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړئپر تاسو روژه مقرره شوې ده،هماغه شان چې پر هغو کسانو چې له تاسو مخکې وو،فرض شوې وه ،څو پرهیزګاره شئ). په دغه آیت کې د تقوا کارول ښئ چې د روژې اصلي موخه ، تقوا او پرهیزګاري ده چې یوه برخه ئې احساساتو او چلندونو کنټرولولو ته ورآوړي.
په نتیجې کې د روژې مبارکه میاشت یو فرصت دی، د صبر د پیاوړتیا له لارې د غوسې د کنټرولولو د تمرین او مشق لباره د قرآن د حکم په اساس ،د روژې نتیجه تقوا ده او تقوا هم د غوسې په څير د ځینو منفي احساساتو د کنټرولولو لامل کیږی.
https://iqna.ir/en/news/3492208